عمان وايي، اوس یې وخت دی چې اسرائيل د منځني ختیځ د یوه دولت په توګه په رسميت وپېژندل شي.
په بحرین کې د سیمې د امنیت په اړه په یوه غونډه کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي بن عبدالله ویلي چې هېواد یې د اسرائیلو او فلسطين ترمنځ د ستونزو د حل لپاره نظریات او لارې چارې وړاندې کوي، خو منځګړيتوب نه کوي.
نوموړي ویلي: «اسرائیل په سیمه کې یو دولت دی او موږ ټول پوهېږو، نړۍ هم خبره ده. ښايي اوس یې وخت رسېدلی وي چې له اسرائیلو سره همداسې چلن ( دولت په څېر) وشي.»
نوموړي دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې د اسرائیلو لومړي وزير بینیامین نتنیاهو عمان ته یو لنډ سفر وکړ. تر نتنیاهو مخکې د فلسطين ولسمشر محمود عباس هم عمان ته درې ورځنی سفر درلود او دغو دواړو مشرانو د عمان له سلطان قابوس سره لیدلي دي.
علوي وویل: «موږ داسې نه وایو چې دا اسانه لار ده او په ګلونو پوښل شوې ده، خو زموږ لومړیتوب دا دی چې دا شخړه حل شي او موږ یوې نوې نړۍ ته ولاړ شو.»
هغه وویل عمان پر متحدو ایالتونو او د ستونزو د حل لپاره د ولسمشر ټرمپ پر هلو ځلو تکیه لري. په همدې حال کې د بحرین د بهرنیو چارو وزیر خالد بن احمد الخلیفه د اسرائیلو– فلسطين ترمنځ د سولې په اړه د عمان د سلطان رول وستایه.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر بیا وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د حل یوازینۍ لار د سولې پروسه ده. د امنیت په اړه په دغه درې ورځني کنفرانس کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جیمز مټېس او د ځینو نورو اروپايي هېوادونو وزیرانو هم برخه لرله.
امریکا څو میاشتې مخکې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او خپل سفارت یې هم هلته انتقال کړ چې دغه کار د اسلامي هېوادونو توندې نیوکې را وپارولې. اسلامي هېوادونه بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسميت نه پېژني.