ژوند ښوونځی دی، په دې ښوونځي کې موږ ټول زده کړه کوو، د ژوند له هرې پېښې یو درس او عبرت اخلو، که خپله او یا هم بل څوک یو کار وکړي او پايله يې ناوړه وي، له هغه څخه فاصله نيسو. لکه څنګه چې نېکي لويه او کوچنۍ لري، همداسې بدي هم کوچنۍ او لويه لري، د دوی دواړو پايلې متفاوتې دي، د دوی مسوولیت او تلافي هم توپير لري، د وړې تېروتنې تلافي اسانه کېږي او د لویې هغې بيا ګرانه وي. نو ښه ده چې هر ګام په پوره دقت او هنر واخیستل شي او داسې عمل تر سره نشي چې بیا یې جبران کول سخت وي.
د ژوند ځينې درسونه بيا داسې وي چې د ژوند عمومي مسير ټاکي، لکه کوم کار چې په اړه یې فکر کوی، له هغه څخه چټک او اسانه کولی شی.