خلاقیت او نوښت مانا دا چې په یوه نوې لارښوونه باندې د یوه کار کول چې کېدای شي پایله یې مثبته او یا هم منفي، له دې مه وېرېږئ چې کومه پایله به لاس ته را نه وړی. که مو مثبته پایله تر لاسه کړه، نو څومره ښه ده. که خدای مه کړه پایله یې منفي وه هم هېڅ خبره نه ده، دنیا خو څه اخر ته نه ده رسېدلې. بیا هڅه وکړئ، ډېرې لارې شته چې کولای شي تاسو بریا ته ورسوي، خو په دې شرط چې له هڅې لاس وا نه خلی. د یوه کار ټول اړخونه وسنجوئ او په موقع سره د خطر په ډګر کې ګام کېږدئ.
خلاقیت یا نوښت په دې مانا دی چې ته وکولای شې د ستونزو د حل لپاره داسې څه تر سره کړې او یا یې نوي منځ ته راوړې، چې مخکې له دې چا دا ډول څه نه وي کړي او د کارونو په ګړنديتوب کې درسره پوره مرسته وکړي. کېدای شي همدا خلاقیت او نوښت ځینې وخت د دې لپاره وي چې تاسو هڅه کوی کارونه مو ښه پر مخ ولاړ شي، له داسې یوه څه سره مو مخامخ کړي چې تاسو یې په اړه ان فکر هم نه وي کړی، هغه به منفي او یا هم مثبت وي؛ خو په هر صورت، دغه هڅه د دې لامل ګرځي چې زموږ ژوند له یو نواخت حالت څخه ووځي او بدلون په کې راشي، نو هڅه مو باید دا وي چې خلاق و اوسو.
تل موخه لرونکي اوسئ او هره ورځ په دې اړه فکر وکړئ، چې څنګه کولای شی په ژوند کې بدلون راولی، د ښه کېدو پر لور ګام پورته کړئ او د ځان لپاره یو هوسا او په زړه پورې ماحول برابر کړئ او په خوښۍ سره په کې ژوند وکړئ.
که داسې وي چې دېرش کاله تاسو په یوه اداره کې کار وکړی او هر سهار د دفتر په موټر کې کارځای ته ولاړ شی او بېګا بیا د عملې په موټر کې کور ته را وګرځی او په همدې یو ډول مو دا دېرش کاله تېر شي، کېدای شي دغه حالت ستاسو پر مغز منفي اغېز وکړي او تاسو له هر ډول نوښت او خلاقیت څخه لرې وساتي. تل هڅه وکړئ چې تنوع طلبه واوسئ او یوه مبتکرانه روحیه ولری. تاسو کولای شی چې کله کله له دفتر څخه د تلو لاره بدله کړئ او د شاوخوا مغازو په اړه فکر وکړئ او ورته وګورئ.
له دندې څخه تر وزګارېدو وروسته کولای شی له بل همکار سره مو پارک ته ولاړ شئ او یا هم کله کله یوه شپه د خپلو خپلوانو کره وکړئ. یا هم دې ته ورته نور کارونه چې په ذهن کې مو در کرځي تر سره یې کړئ، خلاصه دا چې یو کار تر سره کړئ څو ژوند درته یو نواخته او یو ډول نه وي.
په هغه څانګه او رشته کې چې زده کړې مو پکې کړې دي، لازمه تجربه او مهارت لاسته راوړئ. په دې برخه کې د زیاتې مطالعې په کولو سره ځان په یوه مسلکي او د دې برخې پر کارپوه باندې بدل کړئ. څومره چې په خپله رشته کې زیات معلومات او پوهه ولری، په هماغه کچه به خلاق او نوښتګر فکر ولری. علم او پوهه تاسو ته هغه قوي وزرونه درکوي، چې بیا کولای شی د خپلې خوښې هغه ځای ته پرې پرواز وکړی، چې له دې مخکې ورته څوک نه دي رسېدلي. نو د دې کارونو په تر سره کولو کې ځنډ مه کوئ.
لازمه نه ده چې د هرې کړنې په بدل کې تاسو ته جایزه درکړل شي او یا په کې ګټه وکړی. دا چې وکولای شی په خپل عالي فکر سره یو عالي او نوی کار تر سره کړی، دا خپله ستاسو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او ګټه ده. په دې کار سره ستاسو روحیه لوړېږي او کولای شی خپلو ملګرو، دوستانو، وطنوالو او دونیاوالو ته په ښه ډول د خدمت جوګه شی.
هغه استاد په نظر کې ونیسئ چې کلونه کلونه په ټولګي کې په یو ډول خپلو زده کوونکو ته تدریس کوي، زده کوونکي یې هم په پوره دقت سره خبرو ته غوږ نه ږدي او له دې یو ډول مېتود څخه یې ستړي شوي وي، ځکه ښوونکی غواړي په دې کار سره یوازې خپله میاشت پوره کړي او تنخوا واخلي، په دې اړه فکر نه کوي چې څنګه کولای شم له دې هم په پورته رتبه کې کار وکړم، ځکه غوښتنه یې نه ده.
په څنګ کې ور سره یو بل ښوونکی چې غواړي په ډیره مینه او پوره نوښت سره خپلو زده کوونکو ته درس ووایي، هره ورځ غواړي د تېرې ورځې په نسبت زده کوونکو ته په یوه نوې طریقه تدریس وکړي، مخکې له دې چې درس پیل شي ټولګی کنټرول کړي او زده کوونکو ته د درس لپاره انګیزه ورکړي او زده کوونکي هم په ډېره مینه د خپل ښوونکي درس ته غوږ نیسي او ان ځینې یې غواړي چې د رخصتیو په ورځو کې هم له خپل ښوونکي سره اړیکه ولري او تل یې په یاد وي. روښانه خبره ده چې دویم ښوونکی یو نوښتګر او خلاق ښوونکی دی او په دې سره یې خپل زده کوونکي دې ته واداره کړي، چې په پوره مینې سره ټولګي ته راشي او درس ووایي، چې همدا یې د ښوونکي د نوښتګر فکر پایله ده څو په راتلونکې کې یوه ډله سالم وګړي ټولنې ته وړاندې کړي.