متخصصین وایي، د ډېرو یخو خوړو خوړل انسان د هاضمې سیسټم پر ناروغۍ اخته کوي. دوی وایي، ډېر ځله لیدل شوي چې زیاتره کسان د ډېرو یخو اوبو او یخو نوشابو تر څښلو وروسته د خېټې له درد سره مخ کېږي. نسرین علي زاده چې د تغذیې د برخې مشهوره متخصصه ده وایي، مخکې له دې چې خواړه وخوړل شي او په معده کې هضم شي، لومړی باید د اړتیا په اندازه ګرم شي. له همدې امله څومره چې د تودوخې له اړخه خواړه معتدل وي، هغومره پر معدې فشار کم او د درد مخنیوی کېږي. علي زاده همدا راز وایي چې ډېری کسان بیا د تودو خوړو په خوړلو روږدي دي، چې دا هم پر معدې د فشار او درد لامل کېږي. د دې لپاره چې په معده کې د خوړو هضم په سم ډول وشي، خواړه باید نه ډېر ګرم او نه هم ډېر یخ وي. دغه راز ډېر ګرم خواړه د مرۍ او معدې د سرطان لامل هم کېږي.