ر زعفرانو وروستیو تر سره شوو څېړنو ښودلې چې زعفران د ستړیا او خپګان د له منځه وړلو خاصیت لري، له دې مخکې هم په سنتي طب کې زعفرانو ته خوشالوونکی او خوښۍ راوړونکی نوم کارول شوی دی. د څېړنو پایلو ښودلې چې په ورځني ډول باید له زعفرانو په خوړو کې ګټه واخیستل شي او یا هم یوه پیاله د زعفرانو چای وڅښل شي؛ ځکه عصاب پیاوړي کوي. زعفران د الزایمر او پارکیسون ناروغیو مخه نیسي او تمرکز قوي کوي. که عصبي دردونه لری او یا هم له بې خوبۍ ځورېږی، نو زعفران یې اصلي درمل دي. کله چې انسان زړېږي نو په تدریجي ډول یې د ليد حس هم کمزوری کېږي، خو نوو څېړنو ثابته کړې چې زعفران کولای شي هغه سلولونه له سره ترمیم او بیا ژوندي کړي چې د لیدو په حس کې مرسته کوي. دغه راز زعفران هغه قهویي ټکي او خالونه هم له منځه وړي چې د عمر خوړلو کسان د لاس په پوستکي کې پیدا کېږي.