د روان کال د جولای لومړۍ نېټه، له چين سره د هانکانګ د يو ځای کېدو له ۲۳مې کاليزې سره برابره ده. د دې ورځې په درشل کې د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو خلکو د دې ورځې د نمانځنې او په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتلو قانون د هرکلي لپاره يو لړ فعاليتونونه ترسره کړل.
په هانکانګ کې د لوک تونګ کيون په نوم د نړيوال ورزش لویې ټولنې د جون په ۲۸مه نېټه د هانکانګ په دا او ناحيه کې اړوند فعاليت ترسره کړ. د دغه فعاليت ګډونوالو د ملي امنيت ساتلو له قانون څخه کلک ملاتړ وکړ او له خپل اصلي هېواد چين سره د هانکانګ د يو ځای کېدو ۲۳مه کاليزه يې ولمانځله.
د هانکانګ د کلتور هڅونې کمېټې اجرائيه مشر ما هاو ون هم په دغه فعاليت کې ګډون کړی و، نوموړي د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل،
((زه ځيني ملګري لرم چې په فلمي چارو لګيا دي، د تېر کال په پای کې چې هانکانګ کې تاوتريخوالی وشو، د دوی د چارو اندازه کابو ۳۰ سلنې ته کښته شوه، د روان کال په تېرو څو مياشتو کې د کوويد-۱۹ تر منفي اغېزې لاندې دغه اندازه کابو ۱۰ سلنې ته ټيټه شوه. کله چې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې له خوا د ملي امنيت ساتلو قانون د جوړېدو پرېکړه وکړه او تصویب شوه، د دوی د چارو اندازه سمدلاسه ۸۰ سلنې ته لوړه شوه. له دې څخه ښکاري چې ياد قانون هانکانګيانو ته ډېر باور ورکړی. فکر کوم دا د هانکانګيانو لخوا د دې قانون د ملاتړ کولو عمده لامل دی. ))
په هانکانګ کې د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې د بېلا بېلو ټولنو ګډې شورا د جون په ۲۹مه نېټه یوه غونډه ترسره کړه او د ملي امنيت ساتلو له قانون څخه يې کلک ملاتړ وکړ. د دې شورا ګډونوالو په خپلو ويناوو کې له دغه قانون څخه ملاتړ څرګند کړ:
((په هانکانګ کې د ګوانګ شي د بېلا بېلو ټولنو د ګډې شورا ټول ۱۴۰ زره غړي د ملي امنيت ساتلو له قانون څخه او په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو پلې کېدو له تګلارې څخه کلک ملاتړ کوي. دغه قانون به په هانکانګ کې د ارامتيا او سمسورتيا د لا ټينګېدو سبب وګرځي. ))
د هانکانګ د نمانځنې د مراسمو کمېټې د اجرائيه څانګې مشر تان جين چيو په همدې ورځ وويل، د هانکانګ بېلا بېلې ټولنې د ملي امنيت ساتلو قانون ته سترګې په لاره دي. د هېواد تر ملاتړ لاندې به د هانکانګ راتلونکې لا روښانه شي. هغه وويل
((خپل هېواد سره د هانکانګ د يو ځای کېدو په تېرو ۲۳ کلونو کې دغې سيمې ښه او ګوندي پرمختګ تر لاسه کړی دی. په تېرو ۲۳ کلونو کې پر دې پوی شوي یوو، چې د هېواد کلک ملاتړ د هانکانګ د ارامتيا او سمسورتيا د ضمانت لپاره ستر اهميت لري. فکر کوم د ياد قانون په جوړېدو او تطبيق سره به د هانکانګ سوله او سمسورتيا لا ټينګه شي. ما وليدل چې د هانکانګ د ۱۸ ناحيو وګړي له هېواد سره ډېره مينه لري. موږ باور لرو چې زموږ د هېواد تر ملاتړ لاندې به هانکانګ لا نوره ښه او روښانه راتلونکې ولري. ))
په دې وروستيو کې د امريکا په مشرۍ ځينو هېوادونو د خپلو سياسي موخو لپاره پر چين نيوکه کړې چې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتلو د قانون جوړېدل به د هانکانګ ازادۍ او ديموکراسۍ ته زيانونه ورسوي. د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو ورسره په ډاګه مخالفت ښودلی دی.
د هانکانګ د صادراتو او وارداتو سوداګريزې کمېټې مشر لين لونګ ان وويل، لوېديځو هېوادونو د ديموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې، واقعي موخه يې د چين حاکميت پاشل دي. موږ د ملي امنيت ساتلو قانون جوړېدو او تطبيق ته سترګې په لاره يوو او ترې ټينګ ملاتړ کوو.
د دغو هانکانګيانو څرګندونې او ويناوې دا ښيي، چې له خپل اصلي هېواد چين سره د دوی مينه او د دوی د دايمي ارامتيا غوښتنه د لوېديځو هېوادونو د پروپاګنډا له امله نه شي بدلېدای.
د جون په ۳۰مه نېټه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې په ۲۰مه غونډه کې (( د چين په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتونکی قانون )) تصويب شو.