اندونیزیا کې یوه الوتکه چې ۱۸۹ مسافر یې لېږدول د جاوه په نامه یوه ټاپو کې را لوېدلې ده. راپورونه وایي، چې یاده الوتکه نن پنکګال ښار ته روانه وه، چې له پرواز څو دقیقې وروسته را غورځېدلې ده. تر اوسه د یادې الوتکې د سپرلۍ د مرګ او ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویل کېږي چې سپاره لا هم نا درکه دي. د اندونیزیایي چارواکو په وینا د دې الوتکې پاتې شونې یې په یاد ټاپو کې پیدا کړي او د پلټنې عملیات روان دي.