ولسمشر غني نن د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیر انډریس ساموئلسن سره په ارګ کې کتلي دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې، اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې، د ولسي جرګې د بریالیو ټاکنو، پوهنې او حرفوي زده کړو په اړه بحث او خبرې اترې کړې دي. ولسمشر په بیلابیلو برخو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ډنمارک شاهي هېواد د حکومت او خلکو له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان لېواله دی د تعلیمي نصاب او حرفوي زده کړو د ښه والي په برخه کې د ډنمارک له تجربو ګټه واخلي. د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر او افغانانو ته د بریالیو ټاکنو د تر سره کېدو مبارکي ورکړې ده. هغه زیاته کړې، د ډنمارک حکومت او خلک د افغانستان حکومت او خلکو سره د حرفوي زده کړو په ګډون په ټولو برخو کې همکاریو ته ژمن دي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.



































