د شرافت او راستۍ ګټه دا ده چې خلک در باندې باور کوي. له باور پرته انسان د هېڅ شي څښتن نه شي کېدای. په ورځنیو چارو او دوو اړخیزو اړیکو کې باور تر هر څه مهم دی. باور په اصل کې هغه سرېښ دی، چې نور خلک پر تاسو پورې تړي او باور هغه څه دی چې تاسو پر یوه اغېزناک کس بدلوي. نن سبا خلک باور د یوې وسیلې په توګه کاروي. د نننۍ نړۍ خلک لالهانده په یوه لارښود پسې ګرځي. غواړي د هغه چا تر اغېز لاندې راشي چې یوازې باور پرې کېدای شي. دوی داسې کسانو ته اړتیا لري چې د ښو ځانګړنو درلودونکي وي. که غواړی داسې یو څوک واوسی چې خلک در باند باور وکړي، نو د صداقت او شخصیت دغه ځانګړنې باید ورځ تر بلې پياوړې کړئ.