د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د وسلو د کنټرول د یوې هوکړې په اړه د امریکا د پوښتنو د ځوابولو پر سر کار کوي. لاوروف پرون وروسته له هغه دا خبره وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې د سړې جګړې د متوسط واټن ویشتونکو اټمي راکټونو د کنټرول له یوې هوکړې وځي. ټرمپ وایي، مسکو دا تړون په وار وار تر پښو لاندې کړی دی. روسیه بیا وایي چې امریکا په اروپا کې په ځینو پوځي فعالیتونو سره دا تړون نقض کړی دی. د متوسط واټن ویشوتکو اټمي راکټونه د کنټرول یا (ای.این. ایق) تړون په ۱۹۸۷ میلادي کال کې لاسلیک شو چې روسیه او امریکا د دغو راکټونو له تولید او نصبه منع کوي.