د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې يا سي ای اې پخواني مشر ډيويډ پټريوس ويلي، د امريکا اوسنی حکومت له پخوانيو هغو سره توپير لري او پر ايران د بنديزونو دوام به تهران مذاکراتو ته مجبور کړي.
پټريوس عرب نيوز ورځپاڼې ته ويلي، ايران داسې هېواد دی چې که له جدي غبرګون سره مخ نه شي، نو خپلسريو ته دوام ورکوي.
پټريوس په افغانستان او عراق کې د امريکايي ځواکونو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې او د عرب نيوز د ادعا پر بنسټ، د سيمې وضعيت په ښه توګه درک کولی شي.
نوموړی چې دا مهال د کې کې ار په نوم د يوې امريکايي کمپنۍ مشري کوي، د بحرين په پلازمېنه کې د منامه ډيالوګ په نوم د کلني امنيتي کنفرانس مهم ويناوال و.
ده کنفرانس ته په وينا کې ويلي: «ايران خپل اټومي پروګرام ته په دوام ورکولو سره يوه لوی فرصت له لاسه ورکوي، دوی نه غواړي چې د ايران د اټومي تړون له ښېګڼو استفاده وکړي.»
ياد پخواني امريکايي پوځي ويلي چې د ډونالډټرمپ په مشرۍ د امريکا نوی حکومت له پخوانيو هغو سره توپير لري. ده ټينګار کړی چې پر ايران به د امريکا بنديزونه تر هغه دوام کوي چې ياد هېواد د خپلو ژمنو پوره کولو ته تيار شوی نه وي. پټريوس ويلي، تهران به اخر هم د خپل اټومي پروګرام پر سر خبرو ته حاضر شي.