د سرو بانجانو تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې په څو ډوله ترې ګټه اخیستل کېږي او خوړل کېږي. د بېلګې په توګه، خام یې خوړلای شی، په سلاد کې ګټه ترې اخیستل کېږي، کباب کېږي او دغه راز کولای شی چې خوندور سوپ هم ترې جوړ کړی. رومي بانجان له معدني موادو او ويټامینونو مالامال دي چې په ورځني ډول یې کارول د پوست په قوت او ښایست کې مرسته کوي. سره بانجان چې څومره ښکلي دي، په هماغه اندازه ستاسو د پوست په ښایست کې هم مرسته کوي. په مخ او یا لاسونو باندې موښل یې د پوست د ښکلا لامل ګرځي. اطراحي او هاضمي سيسټم له پوست سره نېغ په نېغه اړیکه لري، تاسو به هم تجربه کړې وي، کله مو چې په هاضمه او اطراحیه سيسټم کې ستونزه پیدا کېږي، د بدن پوست به مو هم سپېره او وچ وي.