سامسُنګ کمپنۍ غواړي چې د هر کال په څېر سږ کال هم له ګلکسي اېس لړۍ ځیرکو موبایلونو وروسته د ګلکسي نوټ د لړۍ ځیرک موبایلونه معرفي کړي. د ګلکسي اېس لړۍ په څېر د ګلکسي نوټ د لړۍ دغه ځیرک موبایلونه ګلکسي نوټ۲۰ او ګلکسي نوټ۲۰ الټرا نومول شوي چې له دې وړاندې يي تقریباً ټولې ځانګړنې او ډیزاین د مختلفو باوري سرچینو له لوري افشا شوي دي. د ډیزاین سربېره، د دغو ځیرکو موبایلونو ځانګړنې او بیه هم افشا شوې، خو د ګلکسي نوټ۲۰ الټرا د بیې په اړه مختلف نظرونه موجود دي. د نورو معلوماتو تر څنګ له دغو ځیرکو موبایلونو څخه د پردې پورته کېدو نېټې په اړه هم معلومات خپاره شوي وو. اوس سامسُنګ په رسمي ډول تاییده کړه چې دغه کمپنۍ به د اګست په ۵مه د یوې غونډې له لارې ګلکسي نوټ۲۰ ځیرک موبایلونه، ګلکسي واچ۳، ګلکسي زي فولډ۲ او ګلکسي بډز تر څنګ، خپل ځینې نور تولیدات هم کاروونکو ته معرفي کړي.