هېڅوک نه غواړي چې بوډا شي؛ ځکه بوډاتوب هغه دوره ده چې انسان په کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. بدن یې کمزوری وي، د سترګو دید یې د پخوا په شان قوي نه وي، غوږونه یې په سختۍ اوري، کار او خوراک نه شي کولی او دې ته ورته نورې په لسګونه ستونزې لري.
خو که د ژوند په اوږدو کې سالمه تغذیه ولری او ځینې ډېر واړه ټکي په پام کې ونیسی، کولی شی د دې دورې بدني پیاوړتیا مو حفظ کړی. روغتیاپالان د عمر په اړه تل له یوه شي خبرې کوي. امګا ۳؛ دغه غوړ اسیدونه کولی شی پر چهارمغزو او کبانو سربېره، په ډېرو نورو موادو کې هم ومومی.
دوی وایي، که غواړی ځوان پاتې شی، په ورځني ډول امګا۳ واخلئ؛ ځکه د دغه اسیدو نشتون مو د پوستکي د زړښت او ذهن د کونډتوب لامل کرځي. هره ورځ یوه اندازه چهارمغز او یا هم د ماهي غوښه وخورئ څو مو د بدن د اړتیا وړ امګا۳ پوره کړې وي.