ایا په دې پوهېږی چې له پانګونې وړاندې باید کوم کارونه تر سره کړی، څو مو پانګه له خطره وژغورل شي؟ په یو څه باید اعتراف وکړو، هغه دا چې تر اوسه پورې په ښوونځي او یا پوهنتون کې زده کوونکو او محصلینو ته په دې اړه هېڅ هم نه ویل کېږي او نه ور زده کېږي. ډېری داسې کسان شته چې څلور کاله یې په پوهنتون کې زده کړې کړې دي، خو بیا هم د مالي مدیریت او یا هم پانګونې په اړه معلومات نه لري. که مو موخه دا وي چې شتمن شی او له مالي امنیت څخه برخمن وی، نو په دې برخه کې مالي پوهه تر هر څه ډېره مهمه ده او له دې پرته بله هېڅ لاره نشته. تر ټولو ښه پانګونه چې باید ویې کړی، هغه په خپل ځان پانګونه ده. تر هر څه وړاندې باید مالي پوهه تر لاسه کړی.