تاسو په مالي مسایلو کې د نورو پرېکړو او سلا ته اړ او یو ډول ور پورې تړلي یاست. مهمه نه ده چې تاسو څومره پیسې لری، خو تاسو به د مالي پوهې د نه لرلو له کبله یو ډول په نورو پورې تړلي یاست. دغه ډول که تاسو د ژوند په نورو اړخونو کې په یو بل چا پورې تړلي وی، نه شی کولی رښتینې ازادي تجربه کړی. نړۍ له ډېرو داسې کسانو ډکه ده چې شتمن شوي، خو د مالي پوهې د نه درلودلو له کبله یې خپله شتمني بېرته په ډېرې اسانۍ له لاسه ورکړې ده. تاسو هم که د مالي پوهې له اړخه په نورو پورې تړلي وی، نو په دې پوه شی چې خپله راتلونکې مو چانس ته پرې اېښې ده. مالي پوهه تاسو ته دا درس در کوي چې کب څه ډول ونیسی، څو د کب نیولو لپاره بیا نورو ته اړ نه شی. د مالي پوهې زده کول تر ټولو ستره پانګونه ده.