روسی ډاکټر Leonid Rogozov په ۱۹۶۱ کال کې د ځینو کشفي عملياتو لپاره له خپلو ۱۲ ملګرو سره د انټرکټيکا لويې وچې ته د دولت لخوا لېږل شوی و، د همدې کال په مارچ کې د انټرکټيکا ژمی سخت شو، دوی په خپل مرکز کې را ايسار شول او له نورې نړۍ سره یې اړيکې پرې شوې، نه هلیکوپټر ورتلای شوای او نه نور خلک چې د دوی مرسته وکړي، دوی مجبور وو چې تر هغو چې واورين توپانونه او ګردلې ورکې شوې او هوا سمه شوې نه وي، د ژغورنې ټيم ته په تمه پاتې شي. په همدې وخت کې يوه شپه د ۲۷ کلن ډاکټر Leonid Rogozov, په نس درد شو، تبه يې شوه، دا چې په ټوله ډله کې دی يوازينی ډاکټر و، نو د خپل ځان په معاينه بوخت شو، پوه شو چې اپنډېکس دی، نو ده ته دوه لارې ورپاتې وې يا دا چې خپل ځان په خپله عمليات کړي او يا دا چې د دې دردونو له امله به مرګ ته تسلېمږي. خپل مورال یې ونه بايله او خپله یې د خپل ځان په عملياتو د يوې موضوعي بې هوښۍ په ترڅ کې پيل وکړ، ملګرو یې د عملياتو د سامانالاتو په ورکولو کې مرسته کوله. دی وايي: له دې عملياتو وروسته تر دوو اونيو پورې زه بېخي روغ شوم او کار ته مې ادامه ورکړه. دا سړی بيا په ۲۰۰۰ کال کې د ۶۶ کلنۍ په عمر په سن پيټرزبورګ کې مړ شو.