ډېری خلک په دې اند دي چې د شتمن کېدو لپاره کېدای شي لوړو زده کړو ته اړتیا وي، خو زده کړې سړی نه شي شتمن کولی. ان کېدای شي چې ډېر کله خپله په لوړو زده کړو ډېر وخت تېرول مو له شتمن کېدو پاتې کړي، ځکه په پوهنتونونو کې په دې اړه زده کړې نه ورکول کېږي چې تاسو څه ډول شتمن شی. «کېدای شي همدا لامل وي چې د شتمن پلار او نېستمن پلار لیکوال کیوساکي لیکي، چې ممتاز زده کوونکي د کمزورو لپاره کار کوي او متوسط یې بیا د دولت لپاره کار کوي.» د تحصیلي اسنادو نه درلودل نه شو کولی چې د شتمن کېدو په مخ کې خنډ وبولو. که د همدې اوسنیو شرایطو په اړه فکر وکړی، په ټولنه کې ډېری وزګار کسان د ماسټرۍ او دوکتورا درلودونکي دي. دوی نه یوازې دا چې شتمن نه دي، بلکې هېڅ عواید هم نه لري. د دوی د شتمن کېدو په مخ کې یوازینی خنډ همدا دی چې دوی له خپلو تحصیلي اسنادو ډېره تمه کوي.