که د لنډې مسافرۍ تکل لری، ضرور به له ځانه پوښتی: له چا سره ولاړ شم؟ کوم وخت مناسب دی؟ د تلو له څه ډول وسیلې کار واخلم؟ څومره وخت باید هلته پاتې شم او کوم وسایل را سره یوسم؟ کله چې د یوې لنډې مسافرۍ لپاره اړ یو مخکې له مخکې پروګرام جوړ کړو او ډېرې پوښتنې له ځانه وکړو، نو بیا ولې د خپل ورځني ژوند لپاره هم دغه ډول کاري مهالوېش نه جوړوو؟ راځئ دغه اصل ومنو او د هر کار له کولو مخکې پروګرام جوړ کړو.
جوړ شوی مهالوېش باید داسې ځای کېښودل شي، چې هر وخت ورته لاسرسی ولری. که کمپیوټر ته لاسرسی لری، کولای شی خپل ټول کاري پروګرامونه په کې ځای پر ځای کړئ، خو یو څه باید له پامه ونه غورځول شي، چې هغه وخت دی، ځکه وخت په هر کار کې اړین رول لوبوي او د پانګې د له منځه تلو مو مخنیوی کوي.