کېدای شي ډېری کسان له ځان سره ووایي چې د شتمن کېدو لپاره زه ډېر ځوان او یا هم نور بوډا شوی یم. سمه ده چې د سپما لپاره کېدای شي تاسو ډېرو کلونو ته اړتیا ولری، خو داسې لارې چارې هم شته چې ان په ډېر کم عمر او یا هم شپېته کلنۍ کې سړی شتمن کړي. که خپلې شاوخوا ته هم وګوری، ډېر تنکي ځوانان به وګوری چې په خپلو مټو شتمن شوي او یا به له داسې کسانو سره مخ شی چې پخوا یې ګزاره ښه نه وه، خو اوس چې مخ پر زړېدو دي، د ډېرې شتمنۍ څښتنان شوي دي. نو دې ته زړه مه خورئ چې تاسو د شتمن کېدو لپاره تر اوسه لا ډېر ځوان او یا عمر خوړلي یاست. که تاسو په دې اند وی چې له ډېرو سختیو او سخت کار وروسته به انسان شتمن کېږي، تېروتنه مو کړې ده، ځکه د شتمن کېدو سختي له هغې سختۍ اسانه ده چې د غربت او یا هم متوسط ژوند پر مهال یې ګالی.