د روسیې د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې د اټمي وسلو د کنټرول له یوه زاړه تړونه د امریکا وتل به اروپا ته بدې پایلې ولري. سرګي شوېګو یادې څرګندونې له خپل یوناني سیال سره د کتنې پر مهال کړې دي. هغه وویل اروپایي ټولنه او ناټو باید د ۱۹۸۷میلادي کال د منځ واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړونه د واشنګټن د وتلو پایلې وارزوي. ټرمپ له دغه تړونه د وتلو ګواښ کړی دی او تور یې پورې کړی دی چې روسیې له ۲۰۱۴کال راهیسي په وار وار له یاد تړونه سرغړونه کړې ده. روسیه بیا دا تور ردوي او وایي په اروپا کې د امریکا د میزاییلو د دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کولو ځینې جنبې له دغه تړونه سرغړونه ده.