د جولای په ۲۳مه نېټه مريخ ته د چين د اکتشافي لومړي سفر په اړه د تيان ون لومړي نمبر په نوم څېړنيزه دستګاه د جولای په ۲۳مه نېته د چانګ جنګ پنځم نمبر د ياو سه لېږدوونکي راکيټ په وسيله د چین د های نان ولايت د ون چانګ د کيهاني توغونې له مرکز څخه فضا ته په برياليتوب سره وتوغول شوه او درې مهمې دندې به ترسره کړي د مريخ ګرد چاپيره به وګرځي، د مريخ په سطحه باندې به ښکته شي او د دې کرې په چارچاپېره به څارنه وکړي. دغه کار سپوږمۍ ته د چين د چانګ عه څلورم نمبر په نوم د څېړنيزې دستګاه د اکتشافي سفر تر برياليتوب وروسته د چین په کيهاني چارو کې يو بل مهم کار بلل کيږي. له دې څخه ښکاري چې چین مريخ ته د اکتشافي سفر لومړی ګام پوره کړی او په دې توګه يې د انسانانو له خوا د کيهاني اکتشاف په برخه کې نوې پاڼه هم اړولې ده.
مريخ ته د چین لومړی اکتشافي سفر په توګه د تيان ون لومړي نمبر په نوم د اکتشافي دستګاه توغول په ټوله نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. د نوبل د فيزيک جايزې ګټونکي پروفيسور جورج سموټ Ⅲ په دې ا ړه وويل، د چین له خوا د مريخ څېړنيزې دستګاه توغول زموږ ټولو لپاره د خوشالۍ وړ ستر کار دی او موږ مريخ ته د چین لومړي اکتشافي سفر ته سترګې په لاره يو.
ولې هغه دې کار ته دومره پاملرنه کړې؟ عمده لامل يې دا دی چین به د دې دستګاه د توغولو له لارې په یو وخت کې يادې دری مهمې دندې ترسره کړي چې دا نه يوازې د چین په کيهانې چارو کې یو ستر پرمختګ دی بلکې د نړۍ کيهاني څېړنو او مطالعې په ساحه کې ستر کار بلل کيږي چې له دې وړاندې تر اوسه هېڅ يو هېواد داسې چې په يو وخت کې دې درې دندې ترسره کړې نه و کړی.
د مريخ سيارې ته اکتشافي سفر د چین د اکتشافي سفرونو په لړ کې لومړی ګام دی او په تېرو څو کلونو کې د چین د کيهاني تخنيکونو د پر له پسې پرمختګونو او لاسته راوړنو ښکارندويي کوي. د ايټاليا د فيزيک د دولتي څيړنو مرکز مسئولې کاراويو وويل چې د چين کيهاني چارو په منظم ډول د پام وړ پرمختګونه کړي دي چې مريخ ته یې د چین د اکتشافي سفر د پيل لپاره کلک بنسټ ايښی دی. تر هر څه لومړی د چين د چانګ جنګ پنځم نمبر د ياو سه لېږدوونکي راکيټ د دې سفر لپاره د دې دستګاه د توغولو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. د دې ترڅنګ د چين کيهاني څانګې سپوږمۍ ته له اکتشافي سفر څخه ډېرې ښې او بريالۍ تجربې تر لاسه کړې دي. پر دې بنسټ مريخ ته د چين اکتشافي سفر پيل شوی دی.
د يادونې وړ ده، که څه هم د چين کيهاني چارو کارپوهان د نورو په شان د کوويد۱۹ ويروس وبا له زياتو منفي اغيزو سره مخ شوي دي، له نېکمرغه توانيدلي دي په ښه توګه اړوندې ستونزې حل او له مخې لېرې کړې او د خپل هغه ارمان او هيلې د پوره کولو لپاره يې تل په خپلو هلو ځلو باندې ټينګار کړی دی. دوی په ښه توګه وتوانېدل خپلو کوښښونو او هڅو په مټ سره مريخ ته د څېړنې دستګاه په برياليتوب سره وتوغول شي.
دا رښتيا ده چې د دې دستګاه د توغولو برياليتوب نه یوازې د چین د کيهاني ساينسپوهانو او کارکوونکو د هڅو او نوښتونو پايله ده بلکې په کيهاني چارو کې د نړيوالې همکارۍ سره هم تر ډيره تړلی دی. د يادې دندې د بريالي کېدو لپاره چين له ځینو هېوادونو سره همکارۍ کړې. د چين کیهاني څانګې نه يوازې د هانکانګ او مکاو په سيمو کې د ډېرو پوهنتونونو په ګډون د ځينو ځایونو له څېړندويه ارګانونو سره بلکې په دې برخه کې يې د اروپا، فرانسې او اتريش په شمول له ځينو هېوادونو او سازمانونو سره هم له نژدې تماس او همکارۍ کړې دي. د اروپا د کيهاني ادارې د اروپايي فضايي مرکز د عملياتي څانګې مشر پال فري وويل چې د سيارې د اکتشافاتو په برخه کې د اروپا د کيهاني ادارې او چین ترمنځ همکارۍ که څه هم په لومړيو پړاوونو کې دي، مريخ ته د چين له لومړي سفر څخه پيل کيږي. له دې نه مخکې په کيهاني چارو کې دوه اړخيزې همکارۍ ډېرې وې دواړوو خواوو ترې ډېرې ګټې اخيستې دي.
نړيوالې همکارۍ مريخ ته د اکتشافي سفر بنسټ دی. د مريخ د اکتشافاتو او د نويو څېړنو موخه د کيهان په اړه د انساني پوهې زياتوالی، د انسانانو د حرکتي چوکاټ پراخوالی او د انساني تمدن د دوامداره پرمختګ روان ساتل دي. د کيهاني چارو د نړيوالې ټولنې اجرائيه مشر کريستيان فيچتيګر وويل چین د دې ټولنې يو فعال غړی او برخه وال دی. د انسانانو په تاريخ کې سپوږمۍ ته د چانګ عه څلورم نمبر په نوم د چين څېړنيزه دستګاه په برياليتوب سره ښکته شوې ده چې له امله يې د ځمکنۍ کرې او سپوږمۍ ترمنځ اړيکې لا نژدې شوې او په دې اړه ډېر نوي معلومات تر لاسه شوي دي. موږ به مريخ ته د چين د اکتشافي سفر په مرسته د کيهان په اړه لا نور زیات معلومات تر لاسه کړو.
فضا ته د تيان ون لومړي نمبر په نوم د مريخ څېړنيزې دستګاه د توغولو له امله نه يوازې د انسانانو له خوا د کيهان د لا زياتې پېژندنې په برخه کې يو ډير مهم ګام پورته شوی دی بلکې د انسانانو له خوا به د ځمکې کرې د سرچینو په هکله د لازياتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره فرصتونه زيات او زمينه برابره شي.