موږ او تاسو ډېری په دې اند یو چې شتمن کسان ځانګړي انسانان دي او فکر کوو چې کېدای شي هغوی د ځانګړو جنټیکي ځانګړنو سره نړۍ ته راغلي وي، خو حقیقت دا دی چې شتمن کسان هم زموږ په څېر عادي انسانان دي. شتمن کسان هم د نورو انسانانو په څېر د قوت او کمزورۍ ټکي لري. په شتمنو کسانو کې هم د بېلابېلو فکرونو او عادتونو خلک شته. هغه کسان چې د شتمنو تر منځ د توپیر په لټه کې دي، کېدای شي دې مسئلې ته رسېدلي وي چې هغوی هم کوم ځانګړي انسانان نه دي.
مالي پوهه هغه کلنی ثابت عاید دی چې د ژوند تر اخره پورې تاسو ته در رسېږي. یو څوک کولی شي ستاسو پانګه غلا کړي، خو مالي پوهه هېڅوک نه شي در څخه اخیستی، هغه څه چې په وسیله یې کولی شی بیا شتمن شی. تاسو چې څومره ژر د مالي مسایلو په اړه خپله پوهه لوړه کړی، همدومره ژر به مو په عوایدو کې هم زیاتوالی راشي.