د دې لپاره چې شتمن شی او شتمن پاتې شی، ډېر لږ پر چانس او بخت تکیه وکړئ. شتمن خلک پر دې باور دي چې د ژوند لوری یې باید خپله وټاکي. څېړنو ثابته کړې چې ۹۰ سلنه خلک د خپلې بدبختۍ اصلي لامل خپل تندی او بخت بولي، خو داسې نه ده. راتلونکې مو په خپل لاس کې ده څه ډول چې وغواړی برابرولی یې شی. د شتمنو خلکو یو عادت دا دی، چې غواړي له نویو خلکو سره وپېژني. څېړنو ښودلې چې ۶۸ سلنه هغه خلک چې شتمن دي له دې سره مینه لري چې له نویو خلکو سره وپېژني او اړیکې ور سره زیاتې کړي. دغه چاره د دې لامل کيږي چې نوي څه زده کړي او خپل کار و بار ته پراختیا ورکړي. خو برعکس هغه خلک چې خپلې پیسې نه شي زیاتولی او نه یې شي ساتلی، يوازې ۱۱ سلنه یې د دې مینه وال دي، چې اړیکې پراخې کړي او له نویو کسانو سره وپېژني.