د روان کال د اګست لومړۍ نېټه د چين د ازادي بښونکي پوځ د جوړېدو د يادونې له ۹۳مې کليزې سره برابره ده. د چين د وقار، عزت، شجاعت ساتونکی دغه پوځ د جوړېدو له ورځې راهيسې د ملي امنيت او د خلکو د سر او مال خونديتوب لپاره تر وسې پورې کوښښونه او زيارونه کړي دي. دوی د تر ټولو خوښۍ وړ کسان او د فولادي لوی ديوال په توګه ګڼل کېږي. د چين ملي پوځ يونفرم د زرغون رنګ لرونکی دی.
همدارنګه د جولای ۲۸مه نېټه په افغانستان کې د بيرغ له ملي ورځې سره برابره وه. د افغانستان ملي بیرغ له دريو رنګونو تور، سور او زرغون برخو څخه جوړ دى، په دې بيرغ کې دری رنګونه بېلابېلې معناوې له ځان سره لري، چې تور رنګ په تورتم کې د ولس او ملت سختيو انځور وړاندې کوي، سور رنګ د مبارزې، قربانيو، زحمتونو ښکارندويي کوي او زرغون رنګ د ازادۍ، خپلواکۍ، سوکالي او نېکمرغي نښه او سمبول په توګه ياديږي.
د چين په دننه کې په کوويد-۱۹ ضد مبارزه او له سيلابونو سره مقابله کې، له چين څخه په بهر کې د م م د سوله ساتونکو په ۷ بېلابېلو سيمو کې، د چين ازادي بښونکی پوځ په ډېرو هڅو سره د ليدو وړ برياليتوبونه په سوله ييزو ماموريتونو کې تر لاسه شوي دي.
د روان کال په جنورۍ مياشت کې د چين د هو بۍ ولايت په ووهان ښار کې کوويد-۱۹ ويروس ناڅاپي پېښې رامنځته شوې، څرنګه چې په دغه ښار او ولايت کې د طبي کارکوونګي شمېر کافی نه و، د هېواد د نورو ولايتونو ډېر طبي کارکوونکي د مرستې لپاره ووهان ته لاړل. په دې جمله کې د پوځيانو طبي ډلې تر ټولو لومړی له سختو خطرونو سره مخ سيمو او خلکو ته ځانونه ورسول.
د چين د ځکمني پوځ د طبي پوهنتون درستيزې وو يا لي د چين دوديز پسرلني اختر په موده کې د کورنۍ غړو د راغونډو په وخت کې امر تر لاسه کړ چې سمدلاسه ووهان ښار ته لاړ شي. د دې لور د دغه خبر په اورېدو سره په ژړا او سلګيو شوه، مېرمن وو يا لي د خپلې لور پر مخ د اوښکو په پاکولو سره وويل: (( لورې، مه ژړه، ستا مور به له لا زياتو کسانو سره مرستې وکړي.))
په چين کې د پوځيانو او وګړيو ترمنځ اړيکې د کبانو او اوبو ترمنځ اړيکې بلل کېږي، ترې ښکاري چې د دواړو خواوو اړيکې ډېرې نږدې دي او يو پر بل تکيه لري.
د روان کال په تېره جولای میاشت کې د چين په جنوب کې په ډېرو سيمو کې د سختو بارانونو له امله سخت سيلابونه رامنځته شول. په ان هوی ولايت کې څه دباندې ۳۳ زرو سرتيريو د بندونو د کلکولو او د وګړيو د سر او مال خونديتوب لپاره ډېر کوښښونه کړي دي.
يوه ځايي سپين سرې د سرتېري وو ينګ ګانګ تر مرستې لاندې له سيلاب ځپلې خطرناکې سيمې څخه خوندي ځای ته انتقال شوه. هغې په خپل دسمال باندې د ځوان سرتيري په مخ خولې او ګردونه پاک کړل. وو ينګ ګانګ وويل، ((دغه ځل مې دا پيدا کړه چې موږ له سيلابونو سره پخپله په يوازې توګه مقابله نه شو کولی، زرګونه وګړي زموږ سره په يوه خوا کې درېږي، موږ په ګډه له ستونزو سره جګړه کوو. دوی موږ ته ډير هڅوونکی ځواک راکړی دی. ))
د چينايانو په نظر، ازادي بښونکی پوځ د خلکو لپاره د مطلق اعتماد او برياليتوب معنا لري. کله چې د دوی د زرغون رنګ يونفرم کې ليدل کېږي، نو ټول خلک د ارامتيا او باور احساس کوي. نه يوازې د چين په دننه کې، له چين څخه په بهر کې هم د چيني پوځيانو، برخورد، عادت او اخلاق داسې دي.
چين له ۱۹۹۰کال راهيسې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو ماموريت اووه بېلابېلو سيمو ته څه دپاسه ۴۰ زره سرتيري ليږلي دي چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو هلو ځلو عمده سرتيرو ورکوونکي او مالي ملاتړ کوونکی هېواد ګرځېدلی دی.
زرغون رنګ د سولې، خپلواکۍ او نېکمرغۍ نښه ده، د افغانستان په ملي بيرغ کې هم يوه برخه د زرغون رنګ درلودونکې ده، چې ترې د ټولو افغانانو نېکمرغۍ دګډې هيلې ښکارندويي کوي. افغان ملي اتله اردو او ټول افغان امنيتي سرتيري د خپل هېواد د ساتنې، جوړونې، سوکالۍ او خپلواکۍ د ساتنې لپاره شپه او ورځ مبارزه او هلې ځلې کوي.
په پای کې د يادونې وړ ده چې دا ښه او هيله بښونکی خبر دی چې د دغه هېواد د سولې بهير او ملي روغې جوړې په هکله اړوندو خواوو د سولې د عملي کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې او د اختر په ورځو کې لنډ مهالی اوربند باندې هوکړه کړې، په دې هيله چې دا اوربند دايمي شي او د سولې او ابادۍ پيلامه شي. ټول شته اختلافونه حل او پای ومومي. موږ هيله لرو چې دغه اختلافونه به په اغېزمنه توګه حل شي او په افغانستان کې به رښتينې سوله با عزته سوله ټينګه او رامنځته شي.