اپل کمپنۍ چې سهام يې په ازاد بازار کې پلورل کېږي، بېرته د نړۍ تر ټولو ارزښتمنه کمپنۍ شوه او د سعودي عربستان د نفتو کمپنۍ ارامکو ته يې بېرته ماتې ورکړه. د سي اېن بي سي د راپور پر بنسټ، د اپل کمپنۍ د سهامو بیه د جمعې په ورځ ٪۱۰٫۴۷ لوړه شوه او په دې ډول د دې کمپنۍ ارزښت ۱٫۸۴ ترېلیونه ډالرو ته ورسېد. دا په داسې حال کې ده چې د ارامکو ارزښت ۱٫۷۶ ترېلیونه ډالره دی. پر دې سربېره چې د کووېډ-۱۹ نړیوالې وبا د نړۍ پر اقتصاد ډېر ناوړه اغېز وکړ، خو د اپل کمپنۍ په مختلفو برخو او هېوادونو کې بیا هم ٪۱۴ ګټه کړې ده. په دې اړه د اپل کمپنۍ اجرایوي مشر ټېم کوک ویلي: «په دغه ډول ناڅرګند چاپېریال کې اپل بیا هم تاریخي او د پام وړ ګټه وکړه. دا ښيي چې زموږ تولیدات زموږ د کاروونکو په ژوند کې مهم رول لوبوي.» د یادونې ده چې اپل کمپنۍ له اوږدې مودې څخه د پیاوړي رقابت له امله خپل ارزښت له لاسه ورکړی و، خو بیا هم د نړۍ تر ټولو ارزښتمنه کمپنۍ وه.