وروستیو څېړنو ښودلې، هغه کسان چې شتمن دي، دوی تر ډېره له خپلې دندې سره مینه لري، خو برعکس بېوزله کسان یوازې د خپلې دندې منفي برخو ته ګوري. له خپلې دندې سر ټکول هېڅکله تاسو د شتمن کېدو پر لوري نه شي بېولی. که له خپلې دندې سره مینه نه لری، بدله یې کړئ او یا هم د خپلې دندې مثبتو اړخونو ته فکر وکړئ. شتمن خلک خپلې روغتیا ته ډېر پام کوي. دوی په منظم ډول ډاکټر ته مراجعه کوي او د ژوند تېرولو لپاره سالمه تګلاره لري. د ورزش له ګټو خبر دي او په منظمه توګه ورزش کوي. څېړنو ښودلې، ۷۶ سلنه هغه خلک چې شتمن دي په اونۍ کې څلور ورځې ورزش کوي، سالم غذایي رژیم لري او د نشه یي توکو له کارولو ډډه کوي. خو هغه خلک چې خپلې شتمنۍ نه شي ساتلی، د ژوند تګلاره یې غیر منظمه وي، ورزش نه کوي، خپلې روغتیا ته پام نه کوي او تر ډېره په لاس کې شته پیسې پر نشه یي توکو او مزو چړچو لګوي.