ویوو نومې چینایۍ کمپنۍ خپل اېس۷ نومی ځیرک موبایل معرفي کړ، چې له ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوي او د سېلفي لپاره پیاوړې کامره لري. اېس۷ نومي دغه ځیرک موبایل کې د سنپ ډراګن ۷۶۵جي ډوله پروسېسر، ۸ – ۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ – ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده. دغه ځیرک موبایل میموري کارت نه خوري. په دې ځیرک موبایل کې همدا راز ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ کارول شوې، چې له ۳۳ واټ چټک چارج څخه ملاتړ کوي. مخکینۍ برخه کې سېلفي لپاره دوه کامرې لري چې ۴۴ مېګاپکسله اصلي او ۸ مېګاپکسله الټرا وایډ انګل کامرې پکې شامل دي. دغه ځیرک موبایل د اګست په ۸مه خرڅلاو ته وړاندې شو. د ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۲۸۰۰ یوان (تقریباً ۳۱۰۰۰ افغانۍ) او د ۱۲ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۳۱۰۰ یوان (تقریباً ۳۵۰۰۰ افغانۍ) ټاکل شوې ده.