امریکا کې دوه سعودۍ نجونې، چې دواړه سره خویندې وې وژل شوې دي. د دې دوو نجونو د وژنې د علت د ناڅرګندتیا له امله د امریکا پولیس لا نورو څېړنو ته اړ شوي دي. د دواړو مړي د نیویارک هډسن اوبو کې موندل شوي. پولیس وايي، دا نجونې چې یوه یې ۱۶کلنه او بله ۲۲ کلنه وه، مړي یې تېره اونۍ موندل شوي دي. د څېړنو په اړه چارواکو ویلي، اوس لا وختي دی چې وویل شي د نجونو د وژلو تر شا جنايي انګیزه وه او که دا چې دوی ځان وژنه کړې ده. خو پولیس وايي، دواړو نجونو وړاندې امریکا کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه. په امریکا کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ویلي، د قرباني شویو له کورنیو سره یې اړیکه نیولې ده. دواړه نجونې واشنګټن کې له خپل ورور سره یوځای زدکوونکې وې.