څېړنو ښودلې ده، هغه کسان چې نن شتمن دي، مطالعه یې د ژوند یوه برخه وه او لا هم ده. د مطالعې نه کول په دې مانا دي، چې تاسو اصلاً فکر نه کوی. ۸۸ سلنه شتمن خلک له دې خبرې سره همغږي دي. دوی د ورځې نیم ساعت د خپل کار اړوند، فردي وړتیا، تاریخ او ادبیاتو په برخه کې مطالعه کوي. خو د کمو عوایدو لرونکي کسان یوازې ۲سلنه یې دغه کار کوي. هڅه وکړئ چې ځانونه پر مطالعې روږدي کړئ. تر نیمایي زیات هغه کسان چې نن سبا د ښه کار او کسب خاوندان دي، درې ساعته له نورو مخکې پاڅېږي. دوی خپل دغه درې ساعته وخت ورزش، د ورځنیو پروګرامونو په اړه فکر کولو او دندې ته د تلو لپاره ځان برابرولو ته ورکوي. بریالي خلک لږ تر لږه د ورځې له لسو تر پنځلسو دقیقو پورې وخت مراقبې ته ځانګړی کوي او په آرام ذهن فکر کوي.