ګوګل کمپنۍ له اوږدې مودې څخه غوښتل د ګوګل پکسل۴ ځیرک موبایل ارزان بیه بڼه وړاندې کړي. له څو میاشتو راهیسې د دغه ځیرک موبایل تقریباً ټولې ځانګړنې افشا شوې او څو ځلي کاروونکو ته د وړاندې کېدو نېټه يي وځنډول شوه. خو اوس ګوګل کمپنۍ د یوې غونډې له لارې خپل دغه ځیرک موبایل ۳ مختلفو بڼو کې کاروونکو ته معرفي کړ. د دغه ځیرک موبایل یوه بڼه ۴جي او پاتې دوه بڼې له ۵جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوي او له نوې ځانګړنې او ډیزاین سره به خرڅلاو ته وړاندې شي. د ګوګل کمپنۍ د پکسل لړۍ ځیرک موبایلونه د پیاوړې کامرې له امله نړیوال شهرت او بې شمېره مینهوال لري او د پکسل۴ دغه ارزان بیه بڼه چې پکسل۴ اې نومول شوې، هم شاتنۍ برخه کې د یوې کامرې په لرلو سربېره ډېر غوره او لوړ کیفیت لرونکي تصویرونه اخلي. ګوګل پکسل۴ اې شاتنۍ برخه کې یوه ۱۲٫۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري چې ډوول پکسل ټکنالوژي، اېچ ډي ار او او ای اېس څخه هم ملاتړ کوي او د نورو کمپنیو د پیاوړو او ګران بیه ځیرکو موبایلونه په پرتله غوره تصویرونه اخلي.