وروستیو څېړنو ښودلې، ۹۶ سلنه هغه خلک چې کاروبار یې پرمختګ نه کوي، ضرور په څنګ کې داسې یو ملګری لري، چې له ژونده شکایت کوي او یا هم د شایعاتو له خپرولو سره مینه لري. خو بریالي خلک بیا له داسې کسانو سره ملګرتیا کوي، چې تل مثبت فکر کوي او الهام بښوونکي وي. هڅه وکړئ چې د همدې ډول الهام بښوونکو او نوښتګرو ملګرو په لټه کې شئ، بیا وګورئ چې ژوند مو څه ډول بدلون کوي. شتمن خلک، تل خپل جېب او راتلونکې ته په پام سره مغازې ته ننوځي. دوی که درې افغانۍ ګټي، دوې یې مصرفوي او یوه یې ذخیره کوي. خو هغه کسان چې یوه یې دوې نه کيږي، اصلي لامل یې دا دی چې له عوایدو یې مصرف ډېر وي او په هېڅ ډول خپلې مالي چارې نه شي مدیریت کولی.