که مو له دندې سم عواید نه لری، درته په زړه پورې نه وي او د ژوند له سبک سره مو اړخ نه لګوي، ښه ده چې دنده مو پرېږدئ. دا سمه ده چې نن سبا د عادي دندې پیدا کول هم څه اسانه کار نه دی، خو یوه څه ته مو باید پام وي، چې کله مو دنده په زړه پورې نه وي، هغه ده چې ښه لاسته راوړنه هم نه شی ترې لرلی. خو که په یوه داسې کار بوخت شئ، چې ستاسو د خوښې وړ وي، د پام وړ عواید به لاس ته راوړی. که مو جېب خالي دی، کېدای شي دلیل يې اوسني شرایط او یا هم ستاسو کم کاري وي. خو که د کار په لټه کې شی او هڅه وکړی خپل ژوند بدلولی شی. یوازې ستاسو د ژوند لیدلوری کولی شي ستاسو ژوند بدل کړي او بس.