د اګست ۱۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو له ۱۰۱مې کليزې سره برابره ده. ۱۰۱ د چينايانو په نظر يوه نېکمرغه او بختوره شمېره ده او د نږدې ملګرو ترمنځ د تلپاتې او ټينګې دوستۍ معنا لري. د چين د دولت رييس شي جين پېنګ په همدې ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د دې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام واستاوه او پکې يې ليکلي، اوسمهال د افغانستان سولې بهير په تاريخي پړاو کې قرار لري، باور لرم چې بېلابېل افغان قومونه به د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې خامخا ستونزې او ننګونې لرې کړي او ژر تر ژره به په خپل هېواد کې سوله، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا رامنځته کړي.
د يادې کليزې پر رارسېدو سربېره، اوسمهال د افغانستان د سولې بهير هم په مهم پړاو کې دی، نو په دې مهم وخت کې د چين د لوی مشر ياد پيغام د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونې دوستۍ او ستراتېژيکو همکاریو او ښو اړيکو ښودنه کوي.
شي جين پېنګ تل د چين او افغانستان دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري. د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ګډې پاملرنې او لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو اړيکو ډېر سالم پرمختګ کړی او دغه دوستانه اړيکې د کرونا وبا پر وړاندې په روانه مبارزه کې څرګندې او لانږدې شوې دي. شي جين پېنګ په تېرو ډېرو کلونو کې په بېلابېلو مواردو کې هم د افغانستان له مشرانو سره د لیدنو پر مهال د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيکو په اړه يادونه کړې او تل يې ټینګار کړی چې هغه غواړي د افغانستان له رهبر سره يوځای د دواړو هېوادونو د ستراتېژيکو همکاريو دوستانه اړيکو ته وده ورکړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.
سږکال د نوي چين د جوړېدو ۷۱ مه کليزه او د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو ۱۰۱ مه کليزه ده، دواړو هېوادونه له پخوا بهرنيو د اشغالګرو پر وړاندې د مقاومت او له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره د جګړې تجربه لري او نن د سولهييز پرمختګ د هڅولو لپاره هم يو د بل ملاتړ کوي، باور لرو چې د دواړو هېوادونو اړيکې به د دواړو مشرانو تر ټينګې لارښوونې لاندې، د يو کمربند او يوې لارې په ګډه ابادۍ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو کې زيات پرمختګ ومومي او د دواړو هېوادونو خلک به له تګ راتګ او ګډو همکاريو څخه زياتې ګټې ترلاسه کړي.
انځورونه:
د ۲۰۱۹ ز کال د جون په ۱۳ مه شي جين پېنګ او محمد اشرف غني په بيشکېک کې سره وکتل. شي جين پېنګ محمد اشرف غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د ۱۰۰ مې کليزې په مناسبت مبارکي وويله او هيله يې وښودله چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله، ثبات او پرمختګ راشي. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې چين د افغانانو تر مشرۍ او حاکميت لاندې د سولې او روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ کوي او په پرله پسې توګه به له بېلابېلو لارو د افغانستان سولې په خبرو کې مرسته کوي او د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره به مرسته برابره کړي.
د ۲۰۱۸ ز کال د جون په ۱۰مه شي جين پېنګ د چين په چينګداو ښار کې له محمد اشرف غني سره د خبرو اترو پر مهال وويل چې له افغانستان سره د لرغونو دوستانه اړيکو ټينګول او پرمخ بيول د چين نه بدلېدونکې پاليسي ده.
د ۲۰۱۷ ز کال د جون په اتمه شي جين پېنګ او محمد اشرف غني په استانا کې سره وکتل. شي جين پېنګ په دغه کتنه کې وويل، د چين او افغانستان ترمنځ اړيکو په ښه توګه پرمختګ کړی، په بېلابېلو برخو کې د دواړو خواوو ګډې همکارۍ ژورې شوې او د يو کمربند او يوې لارې په ګډه ابادۍ کې ډېرې لاسته راوړنې لري. چين د افغانستان په اړه پر دوستانه تګلارو ټينګار کوي.
د ۲۰۱۶ ز کال د جون په ۲۴ مه شي جين پېنګ او محمد اشرف غني په تاشکند کې سره وکتل. شي جين پېنګ په دغه کتنه کې پر دې ټينګار وکړ چې چين د افغانستان د بيارغونې او سولې له بهير څخه ملاتړ کوي.
د ۲۰۱۵ ز کال د جولای په ۱۰ مه شي جين پېنګ او محمد اشرف غني په روسيه کې سره وکتل. هغه کال د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۶۰ مه کليزه وه او دغه کال يې د چين او افغانستان د دوستانه همکارۍ کال په نوم ونوماوه.
د ۲۰۱۴ز کال د اکټوبر په ۲۸ مه شي جين پېنګ په بیجېنګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل. ښاغلي اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته لومړی چين ته سفر وکړ او د نوموړي د دغه سفر پر مهال دواړو هېوادونو د خپلمنځي ستراتېژيکو همکاريو د اړيکو د ژورولو په اړه ګډه اعلاميه خپره کړه .
د ۲۰۱۳ ز کال د سپټمبر په ۲۷ مه شي جين پېنګ په بیجېنګ کې د افغانستان د وخت له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل. له خبرو اترو مخکې شي جين پېنګ په تيان ان من ميدان کې د ښاغلي حامد کرزي د هرکلي مراسم ترسره کړل.