امریکا غواړي د چین د ټولنیزو رسنیو په ځینو نورو کاریالونو هم بندیز ولګوي، خو پر وي چټ بندیز لګول به آیفون ته سخت مالي زیان ورسوي. یو راپور کې ادعا شوې چې پر وي چټ بندیز به د آیفون خرڅلاو کې د ٪۳۰ کمۍ لامل شي. دغه بندیز به د اپل کمپنۍ د نورو تولیداتو پر خرڅلاو هم ناوړه اغېز ولري او د ٪۲۵ کمۍ لامل به وګرځي. د اپل د تولیداتو پېژندل شوی کارپوه، چېنګ چي کیو، اپل انسایډر او مک رومرز کې خپاره شوي خپل راپور کې لیکلي چې وي چټ کاریال د چینايي کاروونکو لپاره ډېر زیات مهم دی او د اړیکو، د پیسو لېږد، انټرنیټي سوداګرۍ، سوشل سافټ وېیر، خبرونو لوستلو او نورو کارونو کې ترې ګټه اخلي. که چېرې آیفونونه دغه کاریال ونه لري او کاروونکو ته يي دښکته کولو اجازه ورنکړي، نو دا به د اپل پر خرڅلاو د پام وړ ناوړه اغېز ولري. مېنګ چي کیو وايي چې که چېرې پر وي چټ بندیز ولګول شي، نو دغه کاریال به په ټوله نړۍ کې د اپل اپ سټور څخه لرې شي او دا به اپل کمپنۍ ته ستره مالي ضربه ورسوي.