روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې وبا د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۷۵۹ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه تنه مړه شوي هم دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه له یادې وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زر او ۳۸۳ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۷ زره او ۲۱۶ ته لوړ شوی دی.





























