ولسمشر غني له دي ټایمز لندن سره په تازه مرکه کې ویلي چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې پر بنسټ طالب زندانیان له بنده خوشې شي نو د نشه یي توکي سیل به اروپا او امریکا پر سر واخلي. نوموړي امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې باید په دې برخه کې له پوره احتیاطه کار واخلي، ځکه د ده په خبره، دا بندیان ستر قاچاق کوونکي اوجنایتکاران دي. وړاندې تر دې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي دي چې امریکا د مخدره توکو د ستر قاچاق کوونکي حاجي بشیر د خوشې کېدو په اړه د طالبانو غوښتنه منلې ده. د یادونې ده چې د سولې پروسه یو ځل بیا د طالب زندانیانو نه خوشې کېدو پر سر له بندښت سره مخ شوې چې طالبان افغان حکومت او حکومت بیا طالبان ملامتوي او دواړه پر یو بل د دې پروسې د ځنډېدو تورونه لګوي.





























