په دوحه کې د منازعاتو د حل او بشري مطالعاتو نړیوال مرکز پر عبدالباقي امین ننی برید په کلکو ټکو غندلی دی. ددغه نړیوال مرکز مشر په خپرو کړو ټویټ پیغامونو کې ویلي چې دوکتور عبدالباقي امین پر افغانانو او افغانستان مین انسان و او تل یې هڅه کوله دلته روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي. عبدالباقي امین له ګڼو نورو دیني علماوو سره د سلطان برکات تر مشرۍ لاندې په دوحه د منازعاتو د ختمولو انستیتوت جوړ کړی و، چې په ګډه یې په یمن، افغانستان او سوډان کې د سولې د راتګ لپاره کار کاوه. سلطان برکات پر یاد دیني عالم برید په کلکو ټکو غندلی دی او هغه یې ستر بشري جنایت بللی. برکات وایي چې امین د افغان سولې په برخه کې ډېرې هڅې کولې، د ستر علمی، غوره شخصیت او لوړې حوصلې خاوند و. نوموړي د خپلې خواخوږۍ مراتب د دوکتور امین له کورنۍ او ټولو افغانانو سره شریک کړي دي.





























