د خوړو نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې ۱۶ میلیونه وګړي لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان یا (WFP) استازولۍ په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د کرونا له پراختیا سره هممهاله په افغانستان کې بېکاري ډېره شوې ده او لومړنیو بشري مرستو ته د خلکو اړتیا ډېره شوې ده. دده ادارې د ویاند وحید اماني په خبره همدا اوس نږدې ۱۶ میلیونه افغانان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. نوموړی همدا راز وایي چې د کرونا له پراختیا سره هممهاله په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه کسان بېکاره شوې او د عایداتو سرچینې یې ختمې شوې دي. دغه سازمان وایي نړیوال دې پر وخت له افغانانو سره مرستې وکړي څو رامنځ ته شوی وضعیت په یوه بل بحران بدل نه شي.



































