د امنیتي چارواکو په وینا د کابل ښار په اوومه، پنځلسمه او پنځمه امنیتي حوزو کې چاودنې شوې دي. لومړۍ چاودنه سهار ۶:۳۰ دقیقې د اوومې امنیتي حوزې اړوند چهلستون سیمه کې پر یو کورلا ډوله موټر شوې ده. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په چاودنه کې یو کس وژل شوی او د یوه ملکي وګړي په ګډون دوه تنه نور ټپیان دي. دویمه چاودنه هم سهار ۷:۲۰ دقیقې د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر یو رنجر موټر شوې ده. په دې چاودنه کې بیا دوه کسه ټپیان شوي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند همدارنګه زیاته کړه چې نن سهار د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې هم چاودنه شوې، خو وايي مرګ ژوبله نه لري. هېره دې نه وي چې په دې وروستیو ورځو کې په کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنې پېښې ډېرې شوې دي او جدي اندېښنې یې پارولې دي.





























