په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو او د بیان د ازادۍ ټولنه په خپل تازه راپور کې وایي چې د دغو وژل شوو خبریالانو د قاتلانو له ډلې نه یواځې یو کس محاکمه شوی دی چې دا د خبریالانو لپاره سخته د اندیښنې خبره ده. دغه راپور چې د ٢٠١٣ کال نه تر ٢٠١٨ کال پورې پیښې یې پلټلي دي، وایي چې په پنجاب ایالت کې له ټولو نه زیات یعني اته تنه خبریالان وژل شوي دي او په دویم نمبر د پښتونخوا ایالت دی چې په کې اوه خبریالان وژل شوي دي. د خبریالانو د حقونو مبارزین وایي، خبریالان په دوامداره توګه له هدفي وژنو سره مخ دي او حکومت خبریالانو ته په خوندیتوب او عدالت ورکولو کې ناکام شوی دی. د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې حکومت ته د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ځینې وړاندیزونه هم کړي دي.