پاکستان کې د حکومت او تحریک لبیک تر منځ د لاریون ختمولو پرېکړه شوې ده. پاکستان منلې چې پیغمبر ته په سپکاوي تورنه اسیه به د څار په هغه نوملړ کې بېرته شاملېږي چې له هېواده د وتلو بندیز پرې لګول شوی. خو دا نه ده په ډاګه شوې چې څومره وخت له هېواده نه شي وتلی. په هوکړه کې دا هم راغلي چې د اسیه د خوشي کېدو په اعتراض کې د لاریونونو پر مهال د وژل شویو کسانو په اړه باید حکومت سم لاسي قانوني چلند وکړي. اسیه په ۲۰۱۰ کال د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته په سپکاوي تورنه شوې وه، خو تېره اونۍ یې د خوشي کولو امر وشو چې پاکستان کې درې ورځې پرله پسې لاریونونه وشول. خو پاکستاني چارواکي وایي، چې اوس یې ستونزې ته رسېدګي کړې ده. دوی وایي چې لاریونونه ختم شوي دي او د اسیې په اړه د لاریونوالو غوښتنې منل شوې دي.