مایکروسافټ کمپنۍ تر کلونو ځنډ وروسته خپل لومړنی دوه مخپاڼې لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ او د اګست له دوولسمې څخه په پرلیکه ډول د پري اډر له لارې خرڅلاو ته وړاندې شوی. که څه هم مایکروسافټ کمپنۍ تېر کال خپل دغه ځیرک موبایل په لنډه توګه معرفي کړی و؛ خو اوس يې اعلان کړی چې د سټمبر په ۱۰مه به يې د یوې رسمي غونډې له لارې په تفصیلي توګه معرفي کړي. مایکروسافټ کمپنۍ خپل دغه ځیرک موبایل د وېنډوز پر ځای انډرایډ عامل سیسټم سره وړاندې کړی او تر دریو کلونو به يې کاروونکي اپډېټ هم تر لاسه کوي. سرفېس ډوو (Surface Duo) نومې دغه ځیرک موبایل دوه ۵٫۶ انچه مخپاڼې لري چې ۳۶۰ درجې تاوېږي او کله چې دواړه مخپاڼې يې پرانیستل شي، نو په ۸٫۳ انچه ټبلېټ بدلېږي. دغه ځیرک موبایل مخپاڼې د کتاب په څېر پرانیستل کېږي او کاروونکي په یو وخت کې دوه مختلف کاریالونه یا د اړتیا پر مهال یوه مخپاڼه د تصویر او دویمه يې د کېبورډ په توګه کارولی شي.