له بېځایه پلمو او له دې ګیلو چې ګواکې عواید مو لږ دي، ځان وژغورئ. د دې ډول کړنو پر ځای عملاً لاس پکار شئ. خپله انرژي پر منفي بافۍ مه ضایع کوئ. هڅه وکړئ چې خپل تمرکز او قوت موخې ته پر رسېدو ولګوئ. پیاوړې اراده ولرئ او په پوره قوت سره مخ ته ولاړ شئ. سمه ده چې نن سبا په ټوله کې اقتصادي وضعیت سم نه دی او زرګونه ستونزې موجودې دي؛ خو هڅه وکړئ چې د دې ډول شیانو پر وړاندې مو لیدلوری بدل کړئ او هر څه ته له مثبت اړخه وګورئ. داسې فکر مه کوئ چې د دې هر څه قرباني تاسو یی. که هڅه وکړی، کولی شی خپل ځان رهبري کړی او اوسني وضعیت ته بدلون ورکړی. خپلې پخوانۍ تېروتنې له یاده وباسئ او چا ته د پړې ګوته مه نیسئ. نړۍ ته د مهربانۍ په سترګه وګورئ.