د بلک بیري ځیرک موبایلونه د پیاوړي امنیتي سیسټم لرلو له امله ځانګړی شهرت او مینهوال درلودل او اکثره سیاسي مشرانو او ولسمشرانو هم د دغې کمپنۍ ځیرک موبایلونه کارول، خو د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر کې دغې کمپنۍ اعلان وکړ چې د مالي ستونزو له امله نور ځیرک موبایلونه نه جوړوي. له هغې وروسته دغې کمپنۍ خپل جواز ټي سي اېل نومې چینایي کمپنۍ ته ورکړ او دغې کمپنۍ څو ځیرک موبایلونه هم معرفي کړل. د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې له ټي سي اېل سره د بلک بیري ملګرتیا پای ته ورسېده او داسې ښکارېده چې بلک بیري به بیا هېڅکله ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې نه کړي؛ خو اوس دغه کمپنۍ د انورډ موبېلېټي، فوکس کان او د دوی ترلاس لاندې کمپنۍ اېف ای اېچ موبایل لمټډ سره ملګرتیا پیل کړې او غواړي خپل فعالیتونه له سره پیل کړي. د بلک بیري نوی ځیرک موبایل به د ۲۰۲۱ لومړۍ نیمايي کې امریکا او اروپا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.