هواوې کمپنۍ چې د ځیرکو موبایلونو په برخه کې نړیوال شهرت لري، په دې وروستیو کې د غوره او ښکلو لپټاپونو وړاندې کولو له امله هم ځانګړي مینهوال لري. دې کمپنۍ اوس خپل نوی لپټاپ هم معرفي کړی، چې اوسمهال به یوازې چینایي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه لپټاپ مېټ بک اېکس۲۰۲۰ (MateBook X 2020) نومول شوی چې په څلورو رنګونو کې به خرڅلاو ته وړاندې شي او د مېټ بک اېکس چې تېر کال په چین کې خرڅلاو ته وړاندې شوی و، پرمختللې بڼه ده. د دغه لپټاپ د بنسټیزې بڼې بیه ۷۹۹۹ چېنايي یوان (تقریباً ۹۰۰۰۰ افغانۍ) ټاکل شوې چې د اګسټ میاشتې په ۲۴مه په چینايي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شو. دغه لپټاپ به د ۸ ګېګابایټ او ۱۶ ګېګابایټ رم لرونکې دوه مختلفې بڼې او ۵۱۲ ګېګابایټ اېس اېس ډي کارت ولري. مېټ بک اېکس۲۰۲۰ به وېنډوز۱۰ هوم اډېشن عامل سیسټم سره وړاندې شي او د مخپاڼې پاسنۍ برخه کې ۱ مېګاپکسله اېچ ډي پاپ-اپ ډوله کامره لري. له دې سربېره، ۴۲ واټ بېټرۍ او د ګوتې نښې سېنسر هم لري.