ګوګل کمپنۍ دوې اوونۍ وړاندې د یوې غونډې له لارې خپل ارزان بیه ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه ځیرک موبایل چې پکسل۴اې نومول شوی، د پیاوړې کامرې او ځانګړنو، خو ټیټې بیې له امله د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شو. اوس ګوګل کمپنۍ غواړي راتلونکې میاشت د پکسل۴اې ۵جي څخه ملاتړ کوونکې بڼې ترڅنګ د دغه لړۍ بل پیاوړی ځیرک موبایل، پکسل۵ هم معرفي کړي. د باوري سرچینو له لوري افشا شویو معلوماتو کې ادعا شوې، چې دغه ځیرک موبایلونه به د سپټمبر په ۳۰مه په رسمي توګه کاروونکو ته معرفي شي. خو د هر بل ځیرک موبایل په څېر د دغه ځیرک موبایل ډیزاین او ځانګړنې هم له وخت وړاندې افشا شوې دي. د انلکیس له لوري دغو خپرو شویو تصویرونو کې د پکسل۵ د ډیزاین ټولې ځانګړنې په ډاګه شوې او د دغو افشا شویو تصویرونو پر بنسټ پکسل۵ به د ډیزاین په برخه کې له پکسل۴اې سره هېڅ ځانګړی توپیر ونه لري.