د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، ايراني چارواکي به اخر هم هوښيار شي او نوې اټومي هوکړې ته به غاړه کېږدي؛ په ورته وخت کې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف له څو اروپايي مشرانو سره ټليفوني اړيکې نيولې او پر ايران د امريکا د بنديزونو په تړاو يې ورسره خبرې کړې دي.
ټرمپ په ځايي وخت وړمه شپه په انډيانا کې د خلکو يوې غونډې ته په وينا کې له ايران سره د نړۍ د لويو قدرتونو اټومي هوکړه تر ټولو بده هوکړه وبلله او ويې ويل چې پر ايران به تر ټولو سخت بنديزونه ولګوي.
ټرمپ په ټينګار سره وويل چې ايراني چارواکي به بالاخره هوښيار شي او د اټومي تړون لپاره به د نويو شرایطو منلو ته غاړه کېږدي.
ټرمپ په ځلونو ټينګار کړی چې غواړي له ايران سره د اټومي تړون لپاره عادلانه هوکړه وکړي او په وينا يې چې دې موخې ته د رسېدو لپاره به د ايران پر اخوندي رژيم شديدو بنديزونو ته دوام ورکړي.
ټرمپ په انډيانا کې د خلکو غونډې ته تر وينا مخکې په ويرجينيا کې خبريالانو ته ويلي وو چې نوي بنديزونه به ايران ته سخت ټکان ورکړي او په وينا یې، له کله چې امريکا د ايران له اټومي تړونه وتلې، ايران هغه پخوانی هېواد نه دی پاتې شوی.
امريکايي چارواکو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د ايران د اټومي تړون تر لاسليکېدو وروسته پر دغه هېواد لګېدلي ځنډول شوي بنديزونه بيا پيلېږي او دغه راز به د ۳۰۰ نورو حقيقي او حکمي اشخاصو نومونه هم د بنديزونو په لېست کې شامل شي.
په ورته مهال د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف وړمه شپه له ځينو اروپايي مشرانو سره ټلېفوني اړيکې نيولې او د امريکا د بنديزونو په تړاو يې ورسره خبرې کړې دي.
ظريف د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست له مسوولې فدريکا موګريني، د المان، سويډن او ډنمارک د بهرنيو چارو له وزيرانو سره خبرې کړې او له هر يوه سره يې جلا جلا د امريکا له بنديزونو سره د مقابلې په تړاو خپل نظريات شريک کړي دي.
اروپايي اتحادیې چې د ايران د اټومي تړون پر دوام ټينګار کوي، د امريکا پر نويو بنديزونو خواشيني څرګنده کړې ده.