هغه عيسوۍ مېرمن چې په پاکستان کې اسلامي مقدساتو په سپکاوي تورنه ده، ممنوع الخروج اعلان شوه.
له پاکستانه د اسیه بي بي د وتلو د بندیز هوکړه د حکومت او یوې اسلامپالې ډلې «تحریک لبیک» تر منځ شوې ده.
په پاکستاني رسنیو کې د لاسلیک شوې هوکړې انځورونه خپاره شوي چې له مخې یې اسیه بي بي په ممنوع الخروج لېست کې شاملېږي او له پاکستانه د وتلو اجازه به نه لري. تحريک لبيک د اسيه بي بي د اعدام د حکم تر لغوه کېدو وروسته په پاکستان کې پراخ احتجاجونه او لاريونونه وکړل چې له کبله یې درانه اقتصادي زيانونه هم واوښتل.
د تحریک لبیک پاکستان ویاند پیر اعجاز قادري ویلي چې ګوند یې خپلو هغو زرګونو پلویانو ته چې د پاکستان په لویو ښارونو کې یې اعتراضونه پیل کړې وو، وویل چې لاریونونه ختم کړي.
اسیه بي بي پاکستانۍ عیسوۍ او د څلورو ماشومانو مور ده چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور له تېرو اتو کلونو راهیسې په زندان کې ده.
د پاکستان سترې محکې د اکتوبر په ۳۱ مه د اسيه د خوشې کېدو حکم ورکړ.
د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نور الحق قادري پرون ویلي چې اسیه بي بي به تر هغو له هېواده له وتلو منعه وي چې ستره محکمه پر خپل حکم وروستی غور کوي.
محکمې ویلي، داسې کافي شواهد نشته چې وښیي، اسیه بي بي دې مقدساتو ته سپکاوی کړی وي.