په ډېر احتمال سره اوس به هم په کور کې ډېر وخت په ټولنیزو شبکو کې تېروی، نو چې هلته یاست، ولې بیا له دې تخصص څخه ګټه نه پورته کوی او پیسې نه ګټی؟ ډېری شرکتونه غواړي په ټولنیزو شبکو کې پراخ حضور ولري او د دغه کار لپاره خلکو ته اړتیا لري. د دغه کار لپاره ښه خبره دا ده چې له ځینو پلټفارمونو لکه (هوت سوت) څخه کار واخلئ. دا پلټفارم اجازه درکوي چې پر یوه وخت څو اکونټونه مدیریت کړی او د پوسټونو خپرېدو لپاره مهالوېش پکې جوړ کړی. زما یو ملګری د خپل شخصي کار او د ماسټرۍ د درسونو تر څنګ د شپې لخوا څو ساعته د ښکلا او جلدي برخې د یوه کلینیک ټولنیزې پاڼې منېج کوي. نوي پوسټونه کوي او د مشتریانو کومنټونو او مسېجونو ته ځوابونه وایي. دی له دې لارې هم د خپلې ماسټرۍ فیس برابروي او هم له خپلې کورنۍ سره په مالي برخه کې مرسته کوي. تاسو هم خپلې وړتیا ته په کتو سره له رسمي کار وروسته داسې یوه دنده پیدا کړئ، چې له خپل کور څخه ورته رسیدهګي وکولی شی.